د اریانا افغان هوایي شرکت ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال د سلواغې میاشتې په اوږدو کې یې د کورنیو او نړۍوالو الوتنو له لارې نږدې ۴۲ زره مسافر او ۳۷۰ ټنه سوداګریز توکي انتقال کړي دي.دغه شرکت پر اېکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره میاشت د مساپرو وړونکو او کارګو الوتنو له لارې ټول ټال ۴۱ زره او ۸۸۸ مسافر او ۳۷۰ ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.د خبرپاڼې له مخې، نړۍوال سکټورونه ډیلي، اسلام اباد، دوبۍ، استانبول، انقره، جده او مسکو او کورني سکټورونه کابل، کندهار، هرات او مزارشریف شامل دي.اریانا افغان زیاتوي، چې د سوداګریزو توکو ډېره برخه ډیلي او دوبۍ ته لېږدول شوې، چې له ۳۷۰ ټنو څخه ۲۰۵ ټنه صادرات او ۱۶۵ ټنه واردات دي. د صادراتو مهم توکي وچه مېوه، هينګ، زعفران او لاسي صنایع ښودل شوي دي.دغه شرکت ویلي، دغه لاسته راوړنه د اریانا د عملیاتو د ظرفیت لوړوالي، تخنیکي چمتووالي او د هېواد د هوايي ترانسپورت د بنسټیز پرمختګ څرګندونه کوي.اریانا افغان هوایي شرکت په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې، چې د کورنیو او نړۍوالو الوتنو شمېر زیات کړي او د سوداګرۍ او مساپرو د لېږد بهیر پیاوړی کړي. دا په داسي حال کې ده چې اريانا افغان هوايي شرکت په ورستیو کې څو بوينګ بار وړونکې الوتکو د پيرلو خبر هم رسنييز کړی و.

اریانا افغان هوايي شرکت په سلواغه مياشت کې نږدې ۴۲ زره مسافر ليږدولي
Total Views:
0