عراقچي: له امریکا سره د اټومي خبرو اترو هوکړې ته نږدې شوي یو

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، چې له امریکا سره په جنیوا کې د غیر مستقیمو اټومي خبرو اترو د نوي پړاو تر پیل مخکې، د یوې احتمالي هوکړې ته د رسېدو لپاره پرمختګ شوی دی.عراقچي رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې روانې خبرې مثبتې روانې دي او دواړه لوري هڅه کوي، څو د پاتې اختلافاتو پر حل هوکړې ته ورسېږي. نوموړي ټینګار کړی، چې تهران د خپلو ملي ګټو او سره کرښو په چوکاټ کې د یوې عادلانه هوکړې غوښتونکی دی.په ورته وخت کې، ځینو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې امریکا خپلو ځواکونو او پوځي پیلوټانو ته د احتمالي برید لپاره د تیارسۍ خبر ورکړی، خو واشنګټن تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: