د کابل ښاروالي وایي چې د دوی د کار، ساتنې او مراقبت ریاست له لورې د کابل ښار په «برهکي څلورلارې» کې د هوايي پُل او تر ځمکې لاندې سړک د جوړولو چارې په چټکۍ روانې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پروژه مهمه او ستراتیژیکه ده او د کابل ښار د ترافیکي ګڼه ګوڼې د کمولو په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
د پروژې لومړۍ برخه له نادريې لېسې څخه د ترافیک څلورلارې ته د ۴۷۰ مترو اوږدوالی، ۲۰ متره سور، او ۵.۵ مترو ژوروالي سره تر ځمکې لاندې سړک جوړول دي.
دویمه برخه له «دهن باغ څلورلارې» څخه د «پروان دو څلورلارې» په لور د ۷۰۰ مترو اوږدوالی، ۲۰ متره سور، او ۶ مترو لوړوالی سره د ۲۴۷ استحکامي ستنو په وسیله د هوایي پُل جوړول دي.
مسوولین وايي چې دا هوایي پُل او تر ځمکې لاندې سړک به د نړیوالو معیارونو سره سم جوړ شي، او په بشپړېدو سره به د ترافیکي ګڼه ګوڼې کمښت او د کابل ښار ښکلا او پرمختګ ته وده ورکړي.
