په تخار کې د لیمو حاصلاتو کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی

د هېواد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي چې د تېر کال په پرتله په تخار ولایت کې د لیمو په حاصلاتو کې ۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی. یاد وزارت نن په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د باغ لرونکو له لوري د عصري طریقو کارونه او د تخنیکي مشورو پلي […]

بشپړه لیکنه

مودي: په نوي دهلي کې د چاودنې له عاملینو سره حساب کوو

د هند وزیراعظم نریندرا مودي په ټینګار سره ویلي، چې د نوي ډهلي د بمي چاودنې عاملان به له سخت حساب سره مخ شي. نوموړي وویل چې حکومت یې د پېښې د پلټنې کارونه پیل کړي او «ککړ کسان به د سختو اقداماتو سره مخ شي». دغه چاودنه د نومبر پر ۱۰مه د نوي دهلي […]

بشپړه لیکنه

پاکستان: د افغانستان په سلاح کوټونو کې د پرمختللو وسلو له شتون څخه اندېښنه لرو

راپورونه وايي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی عاصم افتخار احمد، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پاتې امریکایي او روسي پرمختللې وسلې که د پاکستان د مخالفو ډلو لاس ته ورسېږي، نه یوازې پاکستان ته جدي ګواښ جوړوي، بلکې د ټولې سیمې ثبات به له خطر سره مخ کړي. د نوموړي په وینا، […]

بشپړه لیکنه

د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد او مستعمیره وزیرستان کې بریدونه غندلي

د اسلامي eمارت د بهرنیو چارو وزارت د اسلام اباد په انفجار او د وزیرستان د واڼه په یوه تعلیمي مرکز د برید په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې او دا بریدونه یې غندلي دي. د اسلام اباد او د مستعمیره وزیرستان واڼه په ښوونیز مرکز ننیو بریدونو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې […]

بشپړه لیکنه

په دیره اسمعیل خان کې د پوځ پر موټر چاودنې ۱۴ پوځیان ټپیان کړي

د مستعمیره پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځیانو پر یو بس چاودنه شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې ۱۴ سرتېري ټپیان شوي چې د درېیو روغتیايي وضعیت نازک بلل کېږي. تر دې دمه هېڅ وسله والې ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی. یاده چاودنه په داسې وخت […]

بشپړه لیکنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: هند کې له چاودنې وروسته د وضیعت څارنه کوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هند په نوي ډیلي کې د پرون ماښام له شوې چاودنې وروسته وضعیت له نږدې څاري. واشنګټن د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د ژر تر ژره ښه کېدو هیله کړې ده. د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي دغه […]

بشپړه لیکنه

ایران د کابل-اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو ته اندېښنه څرګنده کړې

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هر ډول کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ويلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ناامني او تريخوالی کولای شي د سيمې پر عمومي امنيت او ثبات ژور اغېز ولري. د ايراني رسنيو د راپور له مخې، بقايي زياته […]

بشپړه لیکنه

وردګو کې یو افغان پخپل شخصي لګښت د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړې

په وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ کې د کمال بابا خېلو اوسېدونکي شفیق مسیر د خپل شخصي لګښت له لارې د نجونو او ماشومانو لپاره د ښوونځي ودانۍ جوړه کړې ده. دغه نوې ودانۍ به عصري کمپیوټر لب او غني کتابتون هم ولري. ښاغلي مسیر د ښوونځي د جوړېدو موخه د سیمې ماشومانو ته د زده‌کړې […]

بشپړه لیکنه

د لارو تړل کېدو له امله افغان او پاکستاني سوداګرو ته سل ملیون ډالر زیان اوښتی دی

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د پاکستان له خوا د سوداګریزو لارو تړل، د دواړو هېوادونو سوداګرو ته له سل میلیونو ډالرو زیات مالي تاوان اړولی دی. د دوی په خبره، د لارو بندښت نه یوازې د صادراتو او وارداتو بهیر ټکنی کړی، بلکې د هرې ورځې […]

بشپړه لیکنه

داخله وزارت: نشه یي مواد له پاکستان څخه افغانستان ته راوړل کېږي

د کورنيو چارو وزارت وايي، سره له دې چې په هېواد کې د نشه‌ يي موادو کر، توليد او قاچاق صفر ته رسېدلی، خو صنعتي نشه‌ يي مواد اوس هم له ګاونډيو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان څخه، افغانستان ته واردېږي. د کورنيو چارو وزارت وياند عبدالمتين قانع دا خبري په هغه مراسمو کې […]

بشپړه لیکنه