د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د پاکستان له خوا د سوداګریزو لارو تړل، د دواړو هېوادونو سوداګرو ته له سل میلیونو ډالرو زیات مالي تاوان اړولی دی.
د دوی په خبره، د لارو بندښت نه یوازې د صادراتو او وارداتو بهیر ټکنی کړی، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو تاوان لا مخ پر زیاتېدو دی.
دغه وضعیت د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو او بازارونو منفي سیوری غوړولی او سوداګر یې له جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.
Total Views:
0