زلمی خلیلزاد د ترکیې د هغو هڅو هرکلی کړی چې غواړي د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې لپاره منځګړیتوب وکړي او د جګړې د بیا پېښېدو مخه ونیسي.
د ترکیې ولسمشر پرون اعلان وکړ چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزیر او د استخباراتو مشر به روانه اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي، څو د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو اترو او جوړجاړي په اړه بحث او سلا مشورې وکړي.
Total Views:
0
