اریانا افغان هوايي شرکت په سلواغه مياشت کې نږدې ۴۲ زره مسافر ليږدولي

د اریانا افغان هوایي شرکت ویلي، چې د ۱۴۰۴ کال د سلواغې میاشتې په اوږدو کې یې د کورنیو او نړۍوالو الوتنو له لارې نږدې ۴۲ زره مسافر او ۳۷۰ ټنه سوداګریز توکي انتقال کړي دي.دغه شرکت پر اېکس پاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره میاشت د مساپرو وړونکو او کارګو الوتنو […]

بشپړه لیکنه

ا.ا په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه د روسيې ادعاوي رد کړې

د اسلامي ا. ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د جګړه‌ مارو د حضور په اړه د روسیې ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې دغه معلومات ناسم او له حقیقته لرې دي.مجاهد رسنیو ته ویلي، افغانستان دا مهال یو بشپړ امن هېواد دی او هېڅ وسله واله ډله […]

بشپړه لیکنه

پر ننګرهار د پاکستاني ريژيم د وروستي بريدونو له کبله پنځه تنه لاهم نادرکه دي

په ننګرهار ولایت کې د بهسودو ولسوالۍ په ګردي کڅ سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم د وړمې شپې هوایي بریدونو په نتیجه کې پنځه کسان لا هم نادرکه پاتې دي. همدارنګه، دوه ماشومان په خوږیاڼو ولسوالۍ کې ټپیان شوي او یو ماشوم په مومندره کې د پاکستاني ځواکونو له لوري په دهشکه وویشتل شوی […]

بشپړه لیکنه

ایران د افغانستان له لارې چین ته د مستقیمې رېل پټلۍ د غځولو طرحه اعلان کړه

ایران غواړي له چین سره په مستقیم ډول د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ نوې لاره وغځوي. د ایران د اوسپنې پټلۍ د بهرنۍ سوداګرۍ مشر شهریار نقي‌ زاده ویلي، دا ستره پروژه به د ایران سوداګریزه لاره له چین سره ونښلوي او د ترانسپورتي واټن کچه به نږدې ۵۰ سلنه راکمه کړي.نقي‌ زاده […]

بشپړه لیکنه

فطرت:د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور د حقيقت سره نږدې دی

د اسلامي امارت مرستیال وياند حمدالله فطرت د یوناما هغه راپور له واقعیت سره نږدې بللی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله د ۶۱۳ افغان ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو یادونه پکې شوې ده.نوموړي زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې ښځو، ماشومانو او لوبغاړو […]

بشپړه لیکنه

په کندهار کې د ۹.۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، له ډنډ چوک څخه تر باغ پل پورې د ۹ نیم کیلومتره سړک د جوړولو چارې په عملي ډول پیل شوې دي او تمه ده، چې ټول کارونه به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي.د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دا سړک ۶۰ متره پراخوالی لري او د جوړولو […]

بشپړه لیکنه

د هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی. یادې ادارې د سیندونو پر غاړه مېشتو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د احتمالي خطرونو له امله دې د سیندونو له غاړو د هر ډول تګ‌ راتګ څخه […]

بشپړه لیکنه

افغانستان او هند نن د نولس کلنو نړیوال جام د پایلوبې ټکټ لپاره مخامخ کېږي

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره کرېکټ لوبډله به نن چهارشنبه، د ۲۰۲۶ کال د نولس کلنو د کرېکټ نړۍ وال جام د نیمه‌ پایلوبې په پړاو کې د هند له پیاوړې لوبډلې سره مخامخ شي. دا مهمه او برخلیک ټاکونکې سیالي به د کابل پر وخت د غرمې په دولسو بجو پیل شي.د […]

بشپړه لیکنه

د افغانستان او اندونیزیا د ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

د افغانستان د المپيک ملي کميټې عمومي رئيس احمد الله وثيق د فوتسال د افغان چارواکو سره اندونیزیا ته د رسمي سفر په ترڅ کې د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له رئیس مکایل ویکټور سیانیپار سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو د فوټسال کمېټو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.د راپور […]

بشپړه لیکنه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۰ زره کانتینرونو بندیدو له امله میلیونونه ډالر زیان

د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ او صنایعو ګډی ادارې له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د ۱۰ زره بندو کانتینرونو د یو ځل خوشې کېدو اجازه ورکړل شي.پاکستاني رسنۍ وايي، دا کانتینرونه د تجارت د بندېدو له امله له ۱۰۰ ورځو زیات په سرحدي لارو کې بند پاتې دي.د ادارې په وینا، د دواړو هېوادونو […]

بشپړه لیکنه