ميرضيايف: افغانستان بايد د اقليم، چاپيريال، کرنې او اوبو برخي په سيمه ييزو هڅو کې شامل شي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې د ارال حوزې د اوبو د عادلانه وېش لپاره باید داسې حقوقي چوکاټ جوړ شي چې د افغانستان په ګډون د ټولو هېوادونو حقونه او مسوولیتونه پکې شامل وي.   نوموړي د ارال د ژغورنې نړیوال صندوق د مشرانو په غونډه کې ویلي چې تر ۲۰۴۰ کال پورې […]

بشپړه لیکنه

پزشکیان: ایران لا هم خبرو ته چمتو دی، خو ګواښونه او محاصره خنډونه دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د ایران اسلامي جمهوریت د خبرو اترو او هوکړې هرکلی کړی او لا هم پر همدې دریځ ولاړ دی.   پزشکیان ټینګار کړی، چې د ژمنو ماتول، اقتصادي او سمندري محاصرې او دوامدار ګواښونه د رښتینو او اغېزمنو مذاکراتو پر وړاندې اصلي خنډونه جوړوي.   د هغه په وینا، […]

بشپړه لیکنه

ایران: د مذاکراتو د بیا پیل شرط د سمندري محاصرې ختمېدل دي

ایران اعلان کړی چې له امریکا سره د مذاکراتو د بیا پیل لپاره یې اساسي شرط د سمندري محاصرې پای ته رسول دي.   د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو دا دریځ د پاکستان له لارې وړاندې کړی او ټینګار یې کړی چې د محاصرې دوام د خبرو بهیر له خنډ سره مخ کوي.   […]

بشپړه لیکنه

اميرخان متقي او عباس عراقچي د امریکا-ايران تر منځ د ستونزو پر ډيپلوماټيک حل ټينګار کړی

د بهرنيو چارو وزارت وايي، اميرخان متقي د ايران د بهرنيو چارو له وزير عباس عراقچي سره په ټليفوني اړيکه کې د ايران او امريکا د خبرو اترو د روان بهير په اړه خبرې کړې دي او د ستونزو د حل لپاره يې خبرې اترې رغنده ګام بللی دی.   د وزارت په وينا، په […]

بشپړه لیکنه

نړيوالي رسنۍ: ايران د هرمز تنګي ته نږدې درې کانټينري بيړۍ په نښه کړي

د رويټرز خبري اژانس د سمندري امنيتي سرچينو او د برېتانيا د سمندري سوداګرۍ عملياتو مرکز له قوله راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ په هرمز تنګي کې لږ تر لږه درې کانټينري کښتۍ په نښه شوې دي. د راپور له مخې، له دې ډلې يوه کښتۍ چې د ليبيريا بېرغ يې لاره، د […]

بشپړه لیکنه

امريکا غواړي په قطر کې ددوی په تمه ناست افغان پناه غوښتونکي کانګو ته ولېږدوي

باخبره سرچينو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې د امريکا ولسمشر پلان لري شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناه‌ غوښتونکي، چې پکې نږدې ۴۰۰ ماشومان هم شامل دي، له قطره د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت ته ولېږدوي.   د راپور له مخې، په دغو کسانو کې د امريکايي پوځ ژباړونکي، پخواني کمانډو ځواکونه او د افغان-امريکايي سرتېرو […]

بشپړه لیکنه

اريانا افغان هوايي شرکت د نوې چارتر الوتکې په ترلاسه کولو خپل خدمات پراخوي

د اريانا افغان هوايي شرکت په یو خبرپاڼه کې ويلي چې د دې شرکت يوه نوې مسافر وړونکې (B737-500) چارتر الوتکه د کابل نړيوال هوايي ډګر ته راورسېده.   د شرکت په وينا، دا الوتکه د دوی د هوايي چلند د پياوړتيا او د خدماتو د پراختيا په موخه ترلاسه شوې ده.   د ورکړل […]

بشپړه لیکنه

عزیزي: له پاکستان سره د سوداګرۍ ځنډ موقتي دی

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ له اوو میاشتو زیات ځنډ موقتي دی او ژر به حل شي.   نوموړي ویلي، د افغانستان د مالونو ټرانزیټ د پاکستان له لارې د هېواد اساسي حق دی او په باور یې اسلام‌ آباد به دا لاره بېرته […]

بشپړه لیکنه

د امریکا په کانګرس کې د ایران پر ضد جګړې په اعتراض کې لسګونه کسان نیول شوي

د امریکا رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې په اعتراض کې د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۲ کسان، چې پکې معلولیت لرونکي کسان او د سرتېرو د کورنۍ غړي هم شامل وو، نیول شوي دي.   د راپور له مخې، لاریون کوونکو چې د څو پخوانیو مدني […]

بشپړه لیکنه

لبنان کې د اسرائيلو له لورې د عیسی ع په نوم مجسمې ویجاړولو انځورونو پراخ غبرګونونه پارولي

د رسنیو د راپورونو له مخې، په سوېلي لبنان کې د اسرائیلي پوځ د یوه سرتېري له خوا د عیسی مسیح (ع) په نوم د مجسمې د ویجاړولو انځورونه په ټولنیزو شبکو او د عیسوي ټولنو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.   د راپورونو له مخې، دغه انځور چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، […]

بشپړه لیکنه