د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو دولتي شرکت وایي، د کابل ښار د پاکو اوبو د برابرولو لپاره یوه ستره پروژه پیل شوې ده.
د دې پروژې له مخې به د پنجشېر، شاه او عروس او شاه توت له بندونو اوبه راایستل کېږي او کابل ښار ته به ولېږدول شي.
شرکت وايي چې د پروژې د سروې چارې په ۱۷مه، ۱۱مه او ۱۵مه ناحیو کې تر ۸۰ سلنې بشپړې شوې دي، او له شاه توت بند څخه د اوبو د انتقال سروې هم روانه ده.
د چارواکو په وینا، د پروژې له بشپړېدو سره به د کابل ټول اوسېدونکي له پاکو اوبو برخمن شي.
د کابل ښار ډېری اوسېدونکي له کلونو راهیسې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.
د ښار د نفوس زیاتوالی، د اوبو د زیرمو کموالی او د چاپېریال ککړتیا هغه ستونزې دي، چې د پاکو اوبو د نشتوالي لامل شوې دي.
کارپوهان باور لري چې د دغې پروژې عملي کېدل به نه یوازې د اوبو د کموالي ستونزه حل کړي، بلکې د کابل د چاپېریال په ښه والي او د خلکو د روغتیا په وضعیت هم مثبت اغېز ولري.
