
د پاکستان د صنعت او تجارت چارواکي وايي، د افغانستان له لورې د تورخم، سپین بولدک، غلام خان او خرلاچي دروازو تړل د پاکستان اقتصاد ته په ورځني ډول نږدې ۵۰ میلیونه ډالره زیان رسوي.
د پاکستان د سوداګرۍ خونې په وینا، تر دې دمه د دغو لارو د بندېدو له امله پاکستان له ۵ میلیارده ډالرو څخه زیات تاوان کړی دی.
چارواکي خبرداری ورکوي که دا حالت دوام وکړي، ښايي پاکستان له اقتصادي سقوط سره مخ شي.
پاکستاني تجاران او صنعت کاران له خپل حکومت څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان له چارواکو سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي، څو د سوداګرۍ بهیر بېرته عادي شي او تجارانو ته نور زیان ونه رسېږي.
دغه راز، یو شمېر پاکستانی تجاران وړاندیز کوي چې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د پاکستان د صادراتو لپاره باید بدیلې لارې پرانېستل شي، څو د اقتصادي فشارونو مخه ونیول شي.
Total Views:
0
