عزیزي: له تضمین پرته پاکستان سره سوداګري نه کوو

خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر مولوي نورالدین عزیزي ویلي دي چې افغانستان به له پاکستان سره تر هغه د سوداګرۍ په اړه هېڅ ډول هوکړه ونه کړي، څو پورې چې اسلام‌ اباد د سوداګریزو لارو د خلاصون په اړه بشپړ او عملي تضمین ورنه کړي.

عزیزي دا څرګندونې نن (چهارشنبه) د سوداګرو او صنعتکارانو سره د یوې ناستې پر مهال وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې متقابل درناوی او برابري د هرې سوداګرۍ اساس دی او که دغه اصول ونه‌ منل شي، افغانستان له پاکستان سره د سوداګرۍ اړتیا نه احساسوي.

هغه زیاته کړې، چې افغانستان د سوداګرۍ لپاره سلګونه بدیلې لارې لري او کولی شي پرته له دې چې پر پاکستان تکیه وکړي، خپله سوداګري پر مخ یوسي.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ: