په اسلام اباد کې د افغانستان سفير سردار احمد شکيب ويلي چې دا مهال نږدې ۱۰ زره افغان کډوال د پاکستان په توقيف مرکزونو او زندانونو کې بنديان دي.
نوموړي دا څرګندونې د افغان کډوالو د روان وضعيت په اړه په يوه رسمي اعلاميه کې کړې دي.
سردار احمد شکيب ويلي، چې د تورخم او سپين بولدک لارې له شاوخوا شلو ورځو راهيسې تړل شوې دي، چې له امله يې نه يوازې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري او ترانزيټ درېدلي، بلکې د خلکو تګ راتګ هم بشپړ بند شوي دي.
هغه زياتوي، چې د لارو تړل کېدو له امله زرګونه افغان کډوال له خپلو کورنيو سره د سړکونو پر غاړه بند پاتې دي او له سختو انساني شرايطو سره لاس و ګرېوان دي.
د نوموړي په وينا، د خوړو، درملو، سرپناه او پاکو اوبو نشتون خلکو ته سختې ستونزې جوړې کړي، او يوازې په تېرو څو ورځو کې درې ماشومان او يوه ښځه د خرابو شرايطو له امله ژوند له لاسه ورکړي دي.

دا مهال نږدې لس زره افغان کډوال د پاکستان په توقيف مرکزونو او زندانونو کې بنديان دي
Total Views:
1