د رياست الوزراء د اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر، ویلي چې د اسلامي امارت حکومت پرېکړه کړې ده چې له دې وروسته به له پاکستان سره اقتصادي راکړه ورکړه نه کوي.
ملا برادر دا څرګندونې نن په یو خبري کنفرانس کې وکړې او زیاته یې کړه، چې د دې پرېکړې له مخې، ټول افغان سوداګر باید له پاکستان پرته د بدیلو لارو چارو په لټه کې شي.
د ده په وینا، دا مهال له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو ډېره برخه د درملو واردات جوړوي، خو د مالیې وزارت ته لارښوونه شوې چې له دریو میاشتو وروسته د پاکستان له درملو نه محصول واخلي او نه هم د ورود اجازه ورکړي.
ملا برادر وویل، له پاکستان سره د تېرو څلورو کلونو سوداګري د اصولو مطابق نه ده شوې، هر ځل چې د افغانستان د میوو د صادراتو موسم راورسېد، پاکستان لارې بندې کړې دي.
هغه ټینګار وکړ، که پاکستان غواړي سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي، باید کلک او رسمي تضمین ورکړي.
د دې پرېکړې له اعلان سره، اسلامي امارت رسماً له پاکستان سره خپلې سوداګريزې او ترانزیټي اړیکې پای ته ورسولې.
