راپورونه وايي، د ترکيې چارواکو له پاکستاني پلاوي غوښتي، څو د خبرو اترو د دوام لپاره بېرته استانبول ته ستانه شي.
همداراز له افغان پلاوي هم غوښتنه شوې، چې د خبرو د بيا پيل تر وخت پورې په استانبول کې پاتې شي.
ويل کېږي، امکان شته چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ خبرې اترې په نږدې راتلونکي کې په ترکيه کې يو ځل بيا پيل شي.
له دې وړاندې سرچينو رسنيو ته تاييد کړې وه، چې نن د ځايي وخت له مخې شاو خوا د غرمې په ۱۲ بجو، پرته له دې چې خبرې کومې څرګندې پايلې ته ورسېږي، پاکستاني پلاوي بېرته اسلام اباد ته ستون شو.
Total Views:
0
