محمد نبی عمری

د کورنيو چارو وزارت لومړۍ مرستيال محمد نبي عمري يوې غونډې ته په وينا کې وويل

بې کټګورۍ

د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال محمد نبي عمري نن په خوست کې يوې غونډې ته وويل چې هڅې روانې دي څو پر افغانستان بل جنګ تحميل شي. خو اسلامي امارت به د دغو هڅو پر وړاندې کلک ولاړ وي.
عمري ويلي، چې اسلامي امارت د نورو هېوادونو په کورنيو او بهرنيو چارو کې د مداخلې پاليسي نه لري او له نورو هيوادونو يې هم غوښتنه کړې، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
نوموړي همدارنګه د تېر نظام له خلکو او هغو افغانانو مننه کړې، چې په خارج کې دي او له پاکستان سره د وروستۍ جګړې پر مهال يې د اسلامي امارت ملاتړ او د همکارۍ ډاډ څرګند کړي.
هغه زياته کړې «ځيني خلک چې اوس هم په خارج کې پراته دي، څو ورځې مخکې چې کومه پېښه وشوه، حمايت يې وکړ او قربانۍ ته يې ځانونه اماده کول. موږ د هغو خلکو قدرداني کوو، هغه که د تېر نظام خلک وو که د بل نظام خلک وو او په دې هم عقيده لرو که چېرته د افغانانو ضرورت شو او د جنګ ضرورت شو، خداي مه کړه جنګ نه غواړو، بيا به هغه خلک هم راځي او د وطن دفاع به مشترکه کوو.»

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: