امریکایي مېلیارډر او د سپېس ایکس شرکت مشر اېلان ماسک ویلي، چې د هغه شرکت خپل تمرکز له مريخ څخه سپوږمۍ ته اړولی او اوس هڅه کوي، چې د راتلونکو لسو کلونو په موده کې پر سپوږمۍ یو ځان بسیا کېدونکی ښار جوړ کړي.ماسک پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سپوږمۍ پر مخ د ښار جوړولو طرحه له تخنیکي او لوژستیکي پلوه د مريخ پرتله چټک عملي کېدای شي؛ ځکه د سپوږمۍ سفرونه هر لس ورځې شوني دي او دا چاره د تجهیزاتو، بشري ځواک او توکو د لېږد بهیر اسانه کوي.نوموړي زیاته کړې، چې پر سپوږمۍ د دوامدار ژوند لپاره د انرژۍ، اوبو، خوړو او هستوګنې بشپړ سیستمونه طرحه شوي او د عملي کولو پر لارو چارو یې کار روان دی.اېلان ماسک تر دې وړاندې څو ځله د مريخ پر مخ د انساني مېشت ځایونو د جوړولو خبرې کړې وې، خو اوس د سپوږمۍ نږدې واټن، اسانه تګ راتګ او ټیټې لوژستیکي ستونزې هغه دې ته هڅولی، چې خپل تمرکز سپوږمۍ ته واړوي.

اېلان ماسک: پر سپوږمۍ د ځان بسیا ښار جوړولو لپاره لس کلن پلان لرو
Total Views:
0