فطرت:د افغان ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه د یوناما راپور د حقيقت سره نږدې دی

خبرونه کورني خبرونه

د اسلامي امارت مرستیال وياند حمدالله فطرت د یوناما هغه راپور له واقعیت سره نږدې بللی، چې په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله د ۶۱۳ افغان ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو یادونه پکې شوې ده.نوموړي زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې ښځو، ماشومانو او لوبغاړو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.یوناما نن په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستان د پوځ د بریدونو پرمهال ۶۱۳ ملکیانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: