د سی بي اس خبري شبکې د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت د ایران د جګړې له پیل راهیسې د دوهم ځل لپاره د روسیې د هغو نفتو د پېر اجازه ورکړې چې دا مهال په سمندر کې بار دي.
راپور زیاتوي، دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د دونالد ټرمپ اداره د نړیوالو نفتو له محدود بازار سره مخ ده او هڅه کوي د بیو فشار راکم کړي.
د معلوماتو له مخې، دا اجازه یوازې هغه نفت رانغاړي چې د جمعې تر سهاره په کښتيو کې بار شوي وي، او ټاکل شوې ده چې د غویي په ۲۶مه پای ته ورسېږي.
تر دې وړاندې هم امریکا د روسیې د نفتو لپاره ورته لنډمهاله اسانتیا اعلان کړې وه.
راپور همداراز وایي، نوی اجازه هغه معاملې نه رانغاړي چې د روسیې له خوا د اوکراین په نیول شوو سیمو کې له اشخاصو، یا هم په کوبا، ایران او شمالي کوریا کې له اړوندو کسانو سره ترسره کېږي.
د ټرمپ اداره ټینګار کوي چې دا ډول اجازه د ایران جګړې له امله د نفتو په بیو کې رامنځته شوی فشار تر یوه بریده کموي.
