راپورونه وايې چې، د جوزجان ولایت په اقچې، فیض اباد، خانقا، خواجه دوکوه، مردیان، منګجیک او قوشتېپې ولسوالیو او همدارنګه د سرپل ولایت په سانچارک، سوزمه کلا او ګوسفندي ولسوالیو کې د څښاک د اوبو د څوارلسو شبکو د جوړولو چارې رسماً پیل شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو شبکو د جوړېدو لګښت ۲ میلیونه او ۲۲۴ زره امریکایي ډالر اټکل شوی، چې د بشپړېدو وروسته به ۵ زره او ۶۲۹ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمنې شي.
د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، چې د اوبو د یادو شبکو له جوړېدو وروسته به د څښاک د پاکو اوبو د نشتوالي اوسني ستونزې له منځه ولاړې شي.
د وزارت په وینا، د دغو پروژو موخه د کلیوالو سیمو د ژوند د اسانتیاوو زیاتول او د عامې روغتیا د وضعیت ښه والی دی.
Total Views:
0
