ذوالفقاري: که وضعیت همداسې دوام وکړي، زموږ راتلونکي ځوابونه به پراخ او شديد وي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

د ایران د خاتم‌ الانبیا مرکزي قرارگاه ویاند اعلان وکړ چې که شخړې دوام وکړي، راتلونکي اقدامات به پراخ او شدید وي.ویاند ابراهیم ذوالفقاری وویل چې د مقابل لوري ارزونې د ایران د نظامي وړتیاوو په اړه دقیقې نه دي او ټول موجود ظرفیتونه په پام کې نه دي نیول شوي. نوموړي ټینګار وکړ چې د ایران د نظامي زیربنا او وړتیاوې په مختلفو برخو کې پرمختللې او فعالې دي.هغه همداراز وویل چې ځینې برداشتونه د ایران د نظامي تاسیساتو د زیان په اړه ناسم دي او دغه وړتیاوې په ټولو برخو کې دوام لري. د قرارگاه ویاند زیاته کړه چې د ایران نظامي پلانونه یوازې مشخصو مرکزونو پورې محدود نه دي، بلکې په بېلابېلو برخو کې تعقیب کېږي.طدا څرګندونې داسې مهال شوي چې د امریکا ولسمشر په خپلو وروستیو ویناګانو کې د ایران پر ضد جګړه د خپلې بریا ادعا وکړه او وویل چې دوه تر درې اونیو کې به له منځني ختیځ څخه وځي او د منځني ختیځ د تېلو اړتیا به ونه لري.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ: