په بنو کې د پولیسو پر مرکز د تيري شپې موټربم برید کې ۱۲ پولیس وژل شوي دي

خبرونه نړۍ نړېوال خبرونه

رویټرز راپور ورکړی، چې د مستعمرې پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د پولیسو پر مرکز د تيري شپې موټربم برید کې لږتر لږه ۱۲ پوليس وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

 

د راپور له مخې، وسله‌ والو کسانو د مرکز په قرول موټر بم برید کړی او جنګيالي له وسلو سره ياد مرکز ته ننوتي چې تر درې ساعته جګړې وروسته پنځه وسله وال کسان هم وژل شوي دي.

 

رویټرز د پاکستاني پولیسو په حواله لیکلي، چې بریدګرو په دغه برید کې له ډرون الوتکو هم کار اخیستی دی.

 

د برید مسوولیت د تحريک طالبان پاکستان اړوند اتحاد المجاهدین په نوم یوې ډلې منلی دی.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: