د اسرايلو سره د پاکستان خواخوږي؛شهباز شریف په اسټرالیا کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو برید وغانده

نړۍ نړېوال خبرونه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د اسټرالیا د سیډني ښار په بونډيي ساحل کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو شوی برید په کلکو ټکو غندلی او د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.نوموړي پر خپله اېکس‌ پاڼه لیکلي، چې پاکستان په دې سخت وخت کې د اسټرالیا د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دی او له ترهګرۍ او کرکې څخه د پاکې نړۍ غوښتنه کوي. شهباز شریف د بې‌ ګناه خلکو پر نښه کول د انساني ارزښتونو خلاف بللي دي، خو ويلي يې ندي چې په غزه کې د بې ګناه خلکو او ماشومانو وژل هم د انساني ارزښتونو خلاف عمل دی.نن یکشنبه د اسټرالیا د سیډني ښار اړوند بونډيي ساحل کې د یهودانو پر مذهبي مراسمو برید وشو، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۲ تنه ووژل شول. د پېښې له کبله په اسټرالیا کې امنیتي تدابیر سخت شوي او د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: