د سروې له مخې په امریکا کې د ټرمپ د کړنو ملاتړ ۳۷ سلنې ته راټیټ شوی

خبرونه راپورونه نړۍ نړېوال خبرونه

په امریکا کې یوې نوې نظرپوښتنې ښودلې چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کړنو د ملاتړ کچه ۳۷ سلنې ته راټیټه شوې او ډېری امریکایان د هغه له فعالیتونو ناخوښ دي.

 

د راپور له مخې، شاوخوا ۶۳ سلنه لویان د ولسمشر له کړنو نارضایتي ښيي او نیمایي ګډونوالو شدیده نارضایتي څرګنده کړې، چې دا د ټولنې دننه د نظرونو د اختلاف زیاتوالی څرګندوي.

 

په همدې نظرپوښتنه کې ۲۹ سلنه کسانو اقتصاد خپله اصلي اندېښنه بللې، او ۲۴ سلنه نورو د ډیموکراسۍ پر وړاندې ګواښ مهمه موضوع یاد کړې ده.

 

همداراز، نږدې دوه پر درېیمه برخه امریکایان د ایران پر وړاندې د جګړې په مدیریت کې د ټرمپ له تګلارې ناخوښ دي او ۵۴ سلنه یې په کلکه مخالفت ښودلی دی.

 

د پایلو له مخې، ۶۱ سلنه امریکایان باور لري چې هېواد یې باید په ایران کې نور پوځي اقدامات ونه کړي، ۱۶ سلنه یوازې د هوايي بریدونو ملاتړ کوي او ۲۳ سلنه د نورو پوځي انتخابونو پلوي دي.

 

دغه نظرپوښتنه د انلاین بڼه ترسره شوې چې پکې ۳۲ زره څخه ډېر امریکایان ګډون کړی او د تېروتنې کچه یې ۱.۸ سلنه ښودل شوې ده.

 

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: