ننګرهار کې د چینايي ژبې زده کړې ته د ځوانانو لېوالتیا زیاته شوې

ادبيات خبرونه راپورونه ګټور خبرونه

د چین شینهوا خبري اژانس راپور ورکړی چې د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه ننګرهار کې، د چینايي ژبې زده کړې ته لېوالتیا په چټکۍ سره زیاته شوې او لسګونه ځوانان د سوداګرۍ او نورو موخو لپاره دغه ژبه زده کوي.

 

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي محصلان د چینايي ژبې زده کړه نه یوازې د کارموندنې وسیله بولي، بلکې دا د افغانستان او چین ترمنځ د کلتوري تبادلې او تفاهم مهم پل ګڼي.

 

۲۰ کلن بختیار اریوبي وایي چې د چینايي ژبې زده کړه یوازې یو مهارت نه دی، بلکې د نویو کلتورونو د پېژندلو او د افغانستان د کلتوري میراث د معرفي کولو یوه لاره ده.

 

هغه زیاتوي چې دا ژبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د جوړېدو فرصت برابروي.

 

د غزني اوسېدونکی عبدالکریم حلیمي چې په ننګرهار پوهنتون کې چینايي ژبه زده کوي، وایي چې په کانونو، سوداګرۍ او سفارتونو کې د کار لپاره د دې ژبې زده کړه اړینه ده.

 

په ورته مهال، د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي استاد عبدالباسط بریالی وایي چې په ختیزو ولایتونو کې د چینايي ژبې لېوالتیا ورځ تر بلې زیاتېږي او اوس مهال شاوخوا ۵۰ ځوانان په دې برخه کې زده کړې کوي.

 

خو هغه د معیاري ټولګیو، درسي موادو او ځانګړې ودانۍ د نشتوالي له امله اندېښنه څرګندوي.

 

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: