بقايي: د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ په تهران هم اغېز لري

خبرونه سيمه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن په تهران کې یوې خبري ناستې ته وویل، ایران له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، نو د دغو دوو هېوادونو ترمنځ هر ډول کړکېچ پر ایران هم اغېز کوي.

هغه زیاته کړه، په ایران کې به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې ترمنځ په یوې غونډه کې له افغانستان سره تړلي ټول مهم موضوعات وڅېړل شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: