د ایران د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سعودي عربستان پر لور وروستی برید له ایران سره هېڅ تړاو نه لري.د یاد دفتر په وینا، د سعودي پلازمېنه ریاض باید د دې برید اصلي سرچینه په خپلواکه توګه وپلټي او د پېښې تر شا لاملونه معلوم کړي. سپاه پاسداران ټینګار کړی، چې په دې برید کې د ایران لاس نه شته.بلخوا، د سعودي عربستان د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د تېرو څو ورځو په جریان کې یې د ریاض په فضا کې څلور بې پيلوټه الوتکې له منځه وړې دي.ځینې نړۍوال راپورونه بیا یادونه کوي، چې په دې برید کې ټولټال لس ډرونونه شامل وو، خو سعودي چارواکو یوازې د څلورو ډرونونو د شنډولو معلومات خپاره کړي دي.رسنۍ وايې چې د سعودي او يو شمېر عربي هيوادونو پر اقتصادي مرکزونو او د نفتو پر تصفيه خونو بريد کې اسرايل لاس لري چې هممهاله سعودي عربستان په یاد هېواد کې د موساد څو جاسوسان هم نيولي چې د سيمي لوکيشنونه يې يادي استخباراتي شبکې ته لېږل.

سپاه پاسداران: پر سعودي عربستان وروستی برید له ایران سره تړاو نه لري
Total Views:
0