د اسلامي ا. ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د جګړه مارو د حضور په اړه د روسیې ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې دغه معلومات ناسم او له حقیقته لرې دي.مجاهد رسنیو ته ویلي، افغانستان دا مهال یو بشپړ امن هېواد دی او هېڅ وسله واله ډله په کې فعالیت نه لري. د هغه په وینا، د افغانستان ټوله جغرافیه د یوه واحد حاکمیت تر کنټرول لاندې ده، چې له امله یې بهرنیو ډلو ته د فعالیت امکان نه شته.نوموړي د روسي سرچینو له لوري د دې ډول ادعاوو پر مطرح کېدو خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې دا ډول راپورونه د پخواني حکومت او د امریکایي اشغال پر مهال هم تکرارېدل.ذبیح الله مجاهد له روسیې غوښتي، چې د افغانستان واقعي وضعیت درک کړي او خپل راپورونه د میداني واقعیتونو پر بنسټ نوي کړي.دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پر خپلې رسمي ویب پاڼې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د جګړه مارو شمېر شاوخوا ۲۰ تر ۲۳ زره کسانو پورې رسېږي او له نیمایي ډېر یې بهرني اتباع دي.

ا.ا په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په اړه د روسيې ادعاوي رد کړې
Total Views:
0