ایران: افغانستان سره تر ټولې اروپا زیات تجارت لرو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوه ایراني خبري بنسټ سره په مرکه کې څرګنده کړې چې د ایران او افغانستان ترمنځ اوسنی سوداګریز حجم تر هغه سوداګرۍ هم لوړ دی چې ایران یې له ټولو اروپايي هېوادونو سره لري. نوموړي ویلي، د ایران سرحدي ولایتونه د دې توان لري چې […]

بشپړه لیکنه

جماعت اسلامي: غزې ته د پاکستاني پوځ استول د اسراییلو د ملاتړ په مانا دی

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمن ویلي چې پاکستان باید د ملګرو ملتونو د ثبات ساتونکي ځواکونو په چوکاټ کې غزې ته خپل پوځیان ونه لېږي. د هغه په وینا، که پاکستان په دې ماموریت کې ګډون وکړي، نو دا د اسراییلو د دریځ ملاتړ ګڼل کېږي او پاکستان به په عملي […]

بشپړه لیکنه

د امام ابوحنیفه نندارتون؛ بهرنیو سوداګرو په کابل کې د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي

د امام ابو حنیفه (رح) د څلورم ملي او نړیوال نندارتون د سوداګرۍ غونډې په ترڅ کې افغان سوداګرو د سیمې د یو شمېر هېوادونو له سوداګرو سره په بېلابېلو برخو کې هوکړې لاسلیک کړې. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه ‌ونې خونې نن (چهارشنبه) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یادې هوکړې د ازبکستان، […]

بشپړه لیکنه

پنجاب کې د افغان کډوالو موندلو په بدل کې انعام ورکول کېږي

د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکو اعلان کړی چې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې به د ناقانونه مېشتو افغانانو او نورو بهرنیو وګړو د معلوماتو ورکوونکو ته نغدي انعام ورکول کېږي. دغه اعلان د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظمیٰ بخاري کړی دی. د جیو نیوز د راپور له مخې، هغې ویلي چې په […]

بشپړه لیکنه
د صنعت او سوداګري وزیر نور الدین عزیزي هند ته رسیدلی

د صنعت او سوداګري وزیر نور الدین عزیزي هند ته رسیدلی

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی، په رسمي سفر هندوستان ته ورسېد او د هندي چارواکو لخوا یې هرکلی وشو. د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ښاغلی عزیزی به په دې سفر کې د هندوستان له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره وګوري او د خبرو اصلي محور به د دوه […]

بشپړه لیکنه
په پاکستان د پورونو لوړه کچه

پر پاکستان د بهرنیو پورونو کچه نېږدې ۱۳۷ ملیارده ډالرو ته لوړه شوه

د اسیا پراختیایي بانک له لوري پاکستان ته د دوو میلیاردو ډالرو نوي پور منظورېدو سره د دې هېواد ټول پورونه نږدې ۱۳۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي. د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، دغه پور د خپلې حکومتۍ یوه لاسته راوړنه بللې او په خوشحالۍ یې اعلان کړی دی. د رسمي معلوماتو له مخې، […]

بشپړه لیکنه

په کندهار کې په زر جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

د ریاست‌ الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر کندهار ته د سفر پر مهال، د نساجي سیمې ته ولاړ او هلته یې د یوه ستر صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده. د چارواکو په وینا، دا ښارګوټی به په شاوخوا زر جریبه ځمکه جوړېږي او د تولیدي فابریکو، سوداګریزو فعالیتونو او د کارموندنې لپاره به […]

بشپړه لیکنه
د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ ۱۳۵ زره ټنه توکي بهر ته انتقال شوي

د اوسپنې پټلۍ له لارې تیره اونۍ ۱۳۵ زره ټنه توکي بهر ته انتقال شوي

د ټولګټو چارو وزارت ویلي چې په تېرې اونۍ کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې له ۱۳۵ زره ټنو څخه ډېر توکي لېږدول شوي دي. د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ د رېل پټلیو له لارې ټولټال ۱۳۵ زره او ۴۹۴ مټریک ټنه مالونه انتقال شوي دي. همدارنګه […]

بشپړه لیکنه

د سوداګرۍ ګډې خونې له پاکستان څخه د سوداګرېزو لارو د ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کړې

د پاکستان–افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې (PAJCCI) له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې د افغان سوداګریزو مالونو لېږدوونکي موټرونه ژر تر ژر پرېږدي، څو نور مالي زیانونه رامنځته نه شي. یادې خونې په خپل مکتوب کې ټینګار کړی چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه ټول سوداګریزې لارې باید بېرته پرانیستل شي، څو دوه‌ […]

بشپړه لیکنه
د پوځ د واک کمولو هڅې؛ پاکستان کې نوی اپوزیسیون رامنځته شو

د پوځ د واک کمولو هڅې؛ پاکستان کې نوی اپوزیسیون رامنځته شو

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د څو سیاسي ګوندونو له لوري جوړ شوی دا ګډ اپوزیسیون د پاکستان د اساسي قانون د بیا احیا او ساتنې په موخه رامنځته شوی دی. دغه ائتلاف نن (سې شنبه) اعلان کړی چې له پارلمان څخه تر سترې محکمې پورې به لاریون ترسره کړي. اپوزیسیون د اساسي قانون د […]

بشپړه لیکنه