پنجاب کې د افغان کډوالو موندلو په بدل کې انعام ورکول کېږي

افغان کډوال خبرونه

د پاکستان د پنجاب ایالت چارواکو اعلان کړی چې د دغه ایالت په بېلابېلو سیمو کې به د ناقانونه مېشتو افغانانو او نورو بهرنیو وګړو د معلوماتو ورکوونکو ته نغدي انعام ورکول کېږي.

دغه اعلان د پنجاب د اطلاعاتو وزیرې عظمیٰ بخاري کړی دی. د جیو نیوز د راپور له مخې، هغې ویلي چې په پنجاب کې د ناقانونه مېشتو کسانو د نیولو او ایستلو پراخ عملیات روان دي او حکومت هڅه کوي چې د کډوالۍ د قانون له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي او هغوی له هېواده وباسي.

بخاري زیاته کړې چې هر هغه کس چې د ناقانونه مېشتو افغانانو په اړه معلومات ورکړي، د حکومت له لوري به مالي انعام ترلاسه کړي.

د هغې په وینا، په تېرو درې اونیو کې ۶ زره او ۲۲۰ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پنجاب حکومت دا اعلان په داسې مهال کوي چې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د پېژندنې، نیونې او ایستلو لړۍ لا هم روانه ده.

Total Views: 1
له نورو سره یې شریک کړئ: