د سوداګرۍ ګډې خونې له پاکستان څخه د سوداګرېزو لارو د ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کړې

خبرونه سوداگري

د پاکستان–افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ګډې خونې (PAJCCI) له پاکستاني حکومته غوښتنه کړې چې د افغان سوداګریزو مالونو لېږدوونکي موټرونه ژر تر ژر پرېږدي، څو نور مالي زیانونه رامنځته نه شي.

یادې خونې په خپل مکتوب کې ټینګار کړی چې د ډیورنډ پر فرضي کرښه ټول سوداګریزې لارې باید بېرته پرانیستل شي، څو دوه‌ اړخیزه سوداګري او ترانزیت عادي حالت ته را وګرځي.

په لیک کې غوښتنه شوې چې د هغو صادروونکو، باروړونکو او سوداګرو د ملاتړ لپاره یو عملي میکانېزم جوړ شي چې د دروازو د تړل کېدو له امله زیانمن شوي دي.

ګډې خونې همداراز وړاندیز کړی چې په بېړنیو حالتونو کې دې د بار وړونکو موټرو اضافي لګښتونه په بشپړه توګه معاف شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: