د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر کندهار ته د سفر پر مهال، د نساجي سیمې ته ولاړ او هلته یې د یوه ستر صنعتي ښارګوټي د بنسټ ډبره کېښوده.
د چارواکو په وینا، دا ښارګوټی به په شاوخوا زر جریبه ځمکه جوړېږي او د تولیدي فابریکو، سوداګریزو فعالیتونو او د کارموندنې لپاره به پراخ امکانات رامنځته کړي.
کندهار د هېواد په سوېل کې له مهمو سوداګریزو ولایتونو څخه دی، په وروستیو کې د تولیدي سکتور د پیاوړتیا لپاره هڅې زیاتې شوې او د صنعتي ښارګوټیو پراختیا د اقتصادي ودې، د محصولاتو د کورني تولید د لوړولو او د خلکو د بوختیا د رامنځته کېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
Total Views:
0
