د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمن ویلي چې پاکستان باید د ملګرو ملتونو د ثبات ساتونکي ځواکونو په چوکاټ کې غزې ته خپل پوځیان ونه لېږي.
د هغه په وینا، که پاکستان په دې ماموریت کې ګډون وکړي، نو دا د اسراییلو د دریځ ملاتړ ګڼل کېږي او پاکستان به په عملي ډول د غزې په شخړه کې د اسراییل رول ولوبوي.
راپورونه وايي، پاکستان د هغو هېوادونو په لړ کې دی چې احتمال لري غزه کۍ د نړیوالو ځواکونو برخه شي.
دا پداسې حال کې دی چې ملګرو ملتونو د امریکا د ولسمشر پخواني پرېکړه لیک تصویب کړی، چې هدف یې د غزې لپاره نړیوال امنیتي ځواک استول دي.
بلخوا حماس له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی، ویلي یې دي چې د اسراییلو پر وړاندې مقاومت مشروع دی او هېڅوک یې نشي مجبورولای چې خپلې وسلې پرېږدي.
Total Views:
1
