په کندهار کې د ۹.۵ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، له ډنډ چوک څخه تر باغ پل پورې د ۹ نیم کیلومتره سړک د جوړولو چارې په عملي ډول پیل شوې دي او تمه ده، چې ټول کارونه به یې په ۱۸ میاشتو کې بشپړ شي.د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، دا سړک ۶۰ متره پراخوالی لري او د جوړولو […]

بشپړه لیکنه

قیصر: له افغانستان سره د فشار پر ځای ډیپلوماسي د ستونزو د حل یوازینۍ لار ده

د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني مشر او د تحریک انصاف مخکښ غړي اسد قیصر پر مرکزي حکومت غږ کړی، چې له افغانستان سره د شته ستونزو او تحفظاتو د حل لپاره دې د فشار سیاست پرېږدي او د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ لاره خپله کړي.اسد قیصر ویلي، که ایران او امریکا کولای شي په […]

بشپړه لیکنه

د هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی دی. یادې ادارې د سیندونو پر غاړه مېشتو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د احتمالي خطرونو له امله دې د سیندونو له غاړو د هر ډول تګ‌ راتګ څخه […]

بشپړه لیکنه

افغانستان او هند نن د نولس کلنو نړیوال جام د پایلوبې ټکټ لپاره مخامخ کېږي

د افغانستان د نولس کلنو کم عمره کرېکټ لوبډله به نن چهارشنبه، د ۲۰۲۶ کال د نولس کلنو د کرېکټ نړۍ وال جام د نیمه‌ پایلوبې په پړاو کې د هند له پیاوړې لوبډلې سره مخامخ شي. دا مهمه او برخلیک ټاکونکې سیالي به د کابل پر وخت د غرمې په دولسو بجو پیل شي.د […]

بشپړه لیکنه

د افغانستان او اندونیزیا د ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې

د افغانستان د المپيک ملي کميټې عمومي رئيس احمد الله وثيق د فوتسال د افغان چارواکو سره اندونیزیا ته د رسمي سفر په ترڅ کې د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له رئیس مکایل ویکټور سیانیپار سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو د فوټسال کمېټو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.د راپور […]

بشپړه لیکنه

پښتین: په ۲۰۲۵ کال کې د پاکستان پوځ د پښتنو په سیمو کې له ۳۰۰ ډېر بریدونه کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور احمد پښتین، نن په یوه ويډیويي پیغام کې ادعا کړې، چې د ۲۰۲۵ کال په جریان کې د پاکستان پوځي رژیم د پښتنو په مېشتو سیمو کې له ۳۰۰ ډېر بریدونه ترسره کړي، چې پایله کې یې یوازې ښځې، ماشومان او سپین‌ ږیري وژل شوي دي.پښتین ویلي، چې د […]

بشپړه لیکنه

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۱۰ زره کانتینرونو بندیدو له امله میلیونونه ډالر زیان

د پاکستان او افغانستان سوداګرۍ او صنایعو ګډی ادارې له دواړو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د ۱۰ زره بندو کانتینرونو د یو ځل خوشې کېدو اجازه ورکړل شي.پاکستاني رسنۍ وايي، دا کانتینرونه د تجارت د بندېدو له امله له ۱۰۰ ورځو زیات په سرحدي لارو کې بند پاتې دي.د ادارې په وینا، د دواړو هېوادونو […]

بشپړه لیکنه

پاکستاني چارواکي: اسلام اباد او بیجینګ پريکړه کړې چې سي پيک پروژه افغانستان ته وغځوي

د کابل او اسلام‌ اباد ترمنځ د ترینګلو اړیکو تر سیوري لاندې، پاکستان او چین پرېکړه کړې چې د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلېز سي‌ پیک پروژه افغانستان ته هم وغځوي، په داسې حال کې چې چین د دواړو هېوادونو ترمنځ د خرابو اړیکو د بېرته رغولو هڅې پیل کړې دي.د پاکستان جیونیوز د راپور […]

بشپړه لیکنه

مجاهد: امريکا پيسې د بشري مرستو نړيوالو بنسټونه ته ليږي، اسلامي امارت ته نه

د افغانستان اسلامي اmارت ویاند، ذبيh الله مjاهد وايي، امریکا اسلامي اmارت ته نه، بلکې د بشري مرستو په نوم نړۍ والو بنسټونو ته پيسې استوي.مjاهد له پیام افغان ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې اسلامي اmارت ته هېڅ هېواد په مستقیم ډول مالي مرستې نه دي استولي. نوموړي زیاته کړې، اسلامي اmارت له […]

بشپړه لیکنه

په هرات کې په ناقانونه توګه ايران ته اوښتونکې ۷۸۰ تنه افغانان نيول شوي دي

د هرات ولايت ۲۰۷ الفاروق قول اردو خبر ورکړی، چې تېره اونۍ یې د یو لړ امنیتي عملیاتو پر مهال ۷۸۰ کسان نیولي دي، چې هڅه یې کوله په ناقانونه توګه د افغانستان له پولې ایران ته واوړي. د یاد قول اردو په وینا، دغه کسان د پولې په اوږدو کې د پوله ساتو ځواکونو […]

بشپړه لیکنه