الجزیره: د جګړې له پېل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۶ ته ورسېد

له ایران سره د جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو امریکايي سرتېرو شمېر ۱۶ ته لوړ شوی دی. د الجزیرې د راپور له مخې، په دې موده کې له ۴۳۰ ډېر امریکايي سرتېري ټپیان شوي او یو سرتېری لا هم ورک دی. د راپور له مخې، د مارچ په لومړۍ نېټه د کویټ پر […]

بشپړه لیکنه

په یو شمېر خلیجي هېوادونو کې د خطر زنګونه وهل شوي

د متحده عربي اماراتو دفاع وزارت ویلي، چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونه د ایراني توغندیو او بې‌ پیلوټه الوتکو د شنډولو لپاره فعال شوي دي. په قطر کې د پلازمېنې دوحې له ځینو سیمو د چاودنو غږونه د اورېدل کېدو راپورونه ورکړل شوي او د دغه هېواد هوايي دفاع هم فعاله شوې ده. […]

بشپړه لیکنه

ایران: موږ له امريکا څه نه غواړو يوازي خپل اساسي حقونه ترې اخلو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې تهران له امریکا سره د پاکستان له لارې مذاکرات پر مخ وړي او په دې بهیر کې خپلې دریځونه او غوښتنې تعقیبوي.   بقایي زیاته کړې، چې ایران له امریکا کومه ځانګړې غوښتنه نه لري، بلکې یوازې د خپلو اساسي حقونو د تأمین غوښتونکی […]

بشپړه لیکنه

روسيه: د تهران او واشنګټن مذاکراتو کې د لاس وهنې اراده نلرو

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو بهیر ته د مستقیمې ننوتنې او یا هم لاسوهنې هېڅ اراده نه لري او هیله‌ مند دی چې دغه خبرې بریالۍ پایلې ولري.   لاوروف د استوايي ګینه د بهرنیو چارو وزیر سیمون اویونو اسونو انګه سره تر […]

بشپړه لیکنه

پښتین: د بشري حقونو بنسټونه د پښتنو د ستونزو په اړه چوپ پاتې دي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وایي چې د پاکستان پوځ په پښتني سیمو کې د ملکي وګړو پر نښه کولو لړۍ روانه ساتلې، خو د بشري حقونو نړیوال او سیمه‌ ییز بنسټونه د دې پېښو په وړاندې چوپ پاتې دي او هېڅ عملي اقدام نه کوي.   هغه په یوه تازه ویډیويي […]

بشپړه لیکنه

باجوړ کې د پاکستاني پوځ پر مېنا کمپ وسله‌ وال برید کې ۱۵ پوځيان وژل شوي

د مستعمرې پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په مېنا سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوه پوځي کمپ وسله‌ وال برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.   د پوځي سرچینو او راپورونو له مخې، برید لومړی د یوې درانه ځانمرګي برید له په […]

بشپړه لیکنه

پاکستان: نورخان هوايي اډه کې د ایراني الوتکو د ځای پر ځای کېدو راپورونه ناسم دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې اسلام‌ اباد د ایران پوځي الوتکو ته د راولپنډۍ نږدې د نورخان هوايي اډه کې ځای ورکړی او د امریکا له احتمالي بریدونو یې ساتنه کوي.   دغه وزارت ویلي، دا ډول راپورونه ګمراه‌ کوونکي او له حقیقت لرې دي او هدف یې […]

بشپړه لیکنه

هاکبي: اسراییلو عرب اماراتو ته د اوسپنیز ګنبد هوايي دفاعي سیستم ورکړ

په اسراییلو کې د امریکا سفیر مایک هاکبي ویلي، اسراییلو متحده عربي اماراتو ته د اوسپنیز ګنبد دفاعي سیستم او د هغه د فعالولو ځواکونه استولي دي.   هاکبي په تل‌ ابیب کې یوې غونډې ته ویلي، چې دغه اقدام د اسراییلو او اماراتو ترمنځ د ابراهیم تړونونو پر بنسټ د فوق‌ العاده اړیکو په […]

بشپړه لیکنه

بیجېنګ د ايران په ملاتړ د تورنو چینایي شرکتونو د دفاع او ملاتړ اعلان وکړ

د چین د بهرنیو چارو وزارت پر هغو درېیو چینایي شرکتونو د امریکا له‌ خوا لګېدلي بندیزونه غندلي، چې ګواکې له ایران سره د همکارۍ له امله پرې لګول شوي دي.   د یاد وزارت ویاند ویلي، بیجېنګ دغه بندیزونه ناقانونه ګڼي او ټینګار یې کړی چې چین به په کلکه د خپلو شرکتونو له […]

بشپړه لیکنه

په بنو کې د پولیسو پر مرکز د تيري شپې موټربم برید کې ۱۲ پولیس وژل شوي دي

رویټرز راپور ورکړی، چې د مستعمرې پښتونخوا د بنو ولسوالۍ د پولیسو پر مرکز د تيري شپې موټربم برید کې لږتر لږه ۱۲ پوليس وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.   د راپور له مخې، وسله‌ والو کسانو د مرکز په قرول موټر بم برید کړی او جنګيالي له وسلو سره ياد مرکز ته […]

بشپړه لیکنه