په هرات کې په ناقانونه توګه ايران ته اوښتونکې ۷۸۰ تنه افغانان نيول شوي دي

د هرات ولايت ۲۰۷ الفاروق قول اردو خبر ورکړی، چې تېره اونۍ یې د یو لړ امنیتي عملیاتو پر مهال ۷۸۰ کسان نیولي دي، چې هڅه یې کوله په ناقانونه توګه د افغانستان له پولې ایران ته واوړي. د یاد قول اردو په وینا، دغه کسان د پولې په اوږدو کې د پوله ساتو ځواکونو […]

بشپړه لیکنه

سهيل افريدي: د پښتونخوا د ټولو قومونو ستره جرګه د یکشنبې په ورځ را بلل کېږي

د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي اعلان کړی، چې د خیبر ټولو مېشتو قومونو ستره جرګه به د راتلونکې یکشنبې په ورځ د جمرود فوټبال لوبغالي کې ترسره شي.نوموړي د تیراه د امنیتي وضعیت په اړه ویلي، چې د عمران خان د حکومت له ړنګېدو وروسته وسله‌ وال یو ځل بیا سیمې ته ستانه شوي […]

بشپړه لیکنه

خلیلزاد: تورخم او بولدک نه بلکي تر اټکه د افغانستان خاوره ده

پخواني امریکايي دیپلومات او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمې تورخم او بولدک نه بلکي د اټک تر کرښې پورې سیمې، د افغانستان خاوره بلل کېږي.خلیلزاد ټینګار کړی، چې د سیمې د تاریخ، جغرافیې او نړیوالو تړونونو پر بنسټ، دا سیمې […]

بشپړه لیکنه

د ښار جوړولو وزارت: ۵۵۰۰ راستنو شويو کډوالو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوي

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، چې تر اوسه يې هېواد ته له بهره تازه راستنو شويو ۵۵۰۰ کډوالو کورنيو ته د استوګنې لپاره ځمکې وېشلې دي.د ياد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو ځمکو د وېش موخه راستنو شويو کډوالو ته د دايمي سرپنا برابرول او د هغوی د […]

بشپړه لیکنه

په افغانستان کې د ۲۰۰ پاکستاني محصلینو د بند پاتې کېدو ستونزه لا نه ده حل شوې

په افغانستان کې نږدې ۲۰۰ پاکستاني محصلین، د تورخم د لارې د تړل کېدو له امله له څو میاشتو راهیسې بند پاتې دي او له دواړو هېوادونو ـ افغانستان او پاکستان ـ څخه غواړي، چې د دوی د تګ راتګ ستونزه ژر تر ژره حل کړي.د محصلینو استازي وايي، افغان چارواکو ورته څرګنده کړې، چې […]

بشپړه لیکنه

کاناډا: د امریکا د احتمالي برید پر وړاندې به د افغان مجاهدینو له تکتیکونو کار واخلو

د ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې د دوو لوړپوړو کاناډايي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې که امریکا پر کاناډا احتمالي برید وکړي، نو کاناډايي ځواکونه به د افغان مجاهدینو له جنګي تکتیکونو ګټه واخلي.د کاناډا پوځي چارواکو یادې ورځپاڼې ته ویلي دي چې که چېرته امریکا پر موږ برید وکړ، موږ به یې پر وړاندې […]

بشپړه لیکنه

مکرون: اروپا به هيڅکله د امريکا د زور په وړاندي تسليم نشې

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ویلي، اروپا به د زورګوییو پر وړاندې تسلیم نه شي او اجازه به ورنه کړي چې د ګواښونو تر اغېز لاندې شا تګ وکړي. هغه ټینګار کړی چې اروپايي هېوادونه به د فشارونو پر وړاندې له کمزورې دریځه چلند ونه کړي.مکرون دا څرګندونې د سویس په داووس کې د نړیوال […]

بشپړه لیکنه

ټرمپ: زما په مشرۍ د سولې شورا ښايي په راتلونکي کې د ملګرو ملتونو ځای ونیسي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي، هغه د سولې شورا چې مشري یې دی کوي، ممکن په راتلونکي کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځای ناستې شي. ډانلډ ټرمپ دا څرګندونې د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې، چې ایا دغه شورا کولای شي د ملګرو ملتونو بدیل وګرځي که نه.د نړیوالو […]

بشپړه لیکنه

افغانستان د برېښنا په برخو کې د تاجک پانګه‌ والو د پانګونې لپاره چمتووالی اعلان کړ

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس، عبدالحق همکار، د تاجکستان د یوه پانګه‌ وال شرکت له مسؤل سره د برېښنا اړوند پروژو او پانګونې په اړه خبرې وکړې. د افغانستان برېښنا شرکت په اعلامیه کې ویلي، یادو پانګوالو د نوې برېښنا تولید او د برېښنا وېش تاسیساتو د جوړونې په برخو کې د پانګونې لیوالتیا […]

بشپړه لیکنه

سوریه کې د داعش ۱۲۰ بندیان له شدادي زندانه تښتېدلي

د سوریې د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د داعش ۱۲۰ جنګیالي د شدادي ښار له زندانه تښتېدلي دي. دغه پېښه د سوریې د پوځ او کُرد ځواکونو ترمنځ د وروستیو نښتو پر مهال رامنځته شوې ده.د یاد وزارت په وینا، امنیتي ځواکونو تر چاڼیزو عملیاتو وروسته ۸۱ تښتېدلي کسان بېرته نیولي او د […]

بشپړه لیکنه