د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ویلي، هغه د سولې شورا چې مشري یې دی کوي، ممکن په راتلونکي کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځای ناستې شي. ډانلډ ټرمپ دا څرګندونې د خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې، چې ایا دغه شورا کولای شي د ملګرو ملتونو بدیل وګرځي که نه.د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ټرمپ د ملګرو ملتونو پر فعالیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه سازمان په تېرو کلونو کې چندان اغېزمن نه دی پاتې شوی. هغه زیاته کړې، هغه جګړې او کړکېچونه چې د ده په وینا د امریکا د ولسمشر له لوري حل شوي، باید خپله د ملګرو ملتونو له خوا هوار شوي وای.د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې د ده په مشرۍ د سولې شورا به د نړیوالو شخړو په حل او د نړیوال ثبات په ټینګښت کې اغېزمن رول ولوبوي.ډانلډ ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله د ملګرو ملتونو پر رول او اغېزمنتیا نیوکې کړې دي. هغه تل دا سازمان ناکام بللی او د نړیوالو بحرانونو د مدیریت لپاره یې د بدیلو جوړښتونو د رامنځته کېدو خبره کړې، چې د سولې شورا یې تازه بېلګه ده.

ټرمپ: زما په مشرۍ د سولې شورا ښايي په راتلونکي کې د ملګرو ملتونو ځای ونیسي
Total Views:
0