بقايي: د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ په تهران هم اغېز لري

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن په تهران کې یوې خبري ناستې ته وویل، ایران له افغانستان او پاکستان سره ګډه پوله لري، نو د دغو دوو هېوادونو ترمنځ هر ډول کړکېچ پر ایران هم اغېز کوي. هغه زیاته کړه، په ایران کې به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او روسیې […]

بشپړه لیکنه

جماعت اسلامي: غزې ته د پاکستاني پوځ استول د اسراییلو د ملاتړ په مانا دی

د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمن ویلي چې پاکستان باید د ملګرو ملتونو د ثبات ساتونکي ځواکونو په چوکاټ کې غزې ته خپل پوځیان ونه لېږي. د هغه په وینا، که پاکستان په دې ماموریت کې ګډون وکړي، نو دا د اسراییلو د دریځ ملاتړ ګڼل کېږي او پاکستان به په عملي […]

بشپړه لیکنه
په پاکستان د پورونو لوړه کچه

پر پاکستان د بهرنیو پورونو کچه نېږدې ۱۳۷ ملیارده ډالرو ته لوړه شوه

د اسیا پراختیایي بانک له لوري پاکستان ته د دوو میلیاردو ډالرو نوي پور منظورېدو سره د دې هېواد ټول پورونه نږدې ۱۳۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي. د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، دغه پور د خپلې حکومتۍ یوه لاسته راوړنه بللې او په خوشحالۍ یې اعلان کړی دی. د رسمي معلوماتو له مخې، […]

بشپړه لیکنه
د پوځ د واک کمولو هڅې؛ پاکستان کې نوی اپوزیسیون رامنځته شو

د پوځ د واک کمولو هڅې؛ پاکستان کې نوی اپوزیسیون رامنځته شو

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د څو سیاسي ګوندونو له لوري جوړ شوی دا ګډ اپوزیسیون د پاکستان د اساسي قانون د بیا احیا او ساتنې په موخه رامنځته شوی دی. دغه ائتلاف نن (سې شنبه) اعلان کړی چې له پارلمان څخه تر سترې محکمې پورې به لاریون ترسره کړي. اپوزیسیون د اساسي قانون د […]

بشپړه لیکنه
د ایران سفیر

بېکدلي: ایران د افغانستان اقتصادي ثبات او پرمختګ ته ژمن دی

په کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیکدلي څرګنده کړې چې تهران د افغانستان اقتصادي ثبات او پرمختګ ته ژمن دی. هغه ویلي، اړینه ده چې دواړه هېوادونه د بانکي لارو د فعالېدو، د لګښتونو د کمېدو او د ټرانزیټي همکاریو د پراخولو لپاره عملي او ګټور ګامونه واخلي.

بشپړه لیکنه

په بلوچستان کې د پولیسو په مرکز برید شوی ګڼ شمېر پولیس د وسلوالو له لورې تښتول شوي

د بلوچستان په کچهې سیمه کې د حاجي ښار پولیسو په مرکز د نامعلومو وسله‌ والو لخوا برید شوی دی. د راپورونو له مخې، تېره شپه نامعلومو وسله‌ والو د حاجي ښار پولسیو په مرکز برید کړی دی. د سیمه‌ ييزو سرچینو په وینا، بریدګرو ګڼ شمېر پولیس له ځان سره بیولي دي. ویل کېږي […]

بشپړه لیکنه

د ایران ولسمشر: که ژر باران ونه شي خلک به د اوبو د کمښت له امله تهران پرېږدي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، هېواد یې بې‌ ساري ډول د اوبو د کمښت له بحران سره مخ دی. نوموړي ویلي، که ژر باران ونه شي ښایي د تهران ښار اوسېدونکي د اوبو د نشتون له امله دغه ښار پرېږدي. د هغه په وینا، د تېرو کلونو وچکالۍ، د باران د کموالي او د […]

بشپړه لیکنه

شهباز شریف: د کابل او نوي دیلي تودو اړیکو له امله پاکستان ناامنه شوی

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د اساسي قانون د اووه ‌ویشتم تعدیل له تصویب وروسته د دې هېواد په پارلمان کې په خپله وینا کې ویلي چې د افغانستان او هند اړیکې په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي اصلي لامل دی. هغه تور لګولی چې کابل او […]

بشپړه لیکنه

پاکستان: د افغانستان په سلاح کوټونو کې د پرمختللو وسلو له شتون څخه اندېښنه لرو

راپورونه وايي، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی عاصم افتخار احمد، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پاتې امریکایي او روسي پرمختللې وسلې که د پاکستان د مخالفو ډلو لاس ته ورسېږي، نه یوازې پاکستان ته جدي ګواښ جوړوي، بلکې د ټولې سیمې ثبات به له خطر سره مخ کړي. د نوموړي په وینا، […]

بشپړه لیکنه

په دیره اسمعیل خان کې د پوځ پر موټر چاودنې ۱۴ پوځیان ټپیان کړي

د مستعمیره پښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د پاکستاني پوځیانو پر یو بس چاودنه شوې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې، په پېښه کې ۱۴ سرتېري ټپیان شوي چې د درېیو روغتیايي وضعیت نازک بلل کېږي. تر دې دمه هېڅ وسله والې ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی. یاده چاودنه په داسې وخت […]

بشپړه لیکنه