د ایران ولسمشر: که ژر باران ونه شي خلک به د اوبو د کمښت له امله تهران پرېږدي

خبرونه سيمه

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، هېواد یې بې‌ ساري ډول د اوبو د کمښت له بحران سره مخ دی.

نوموړي ویلي، که ژر باران ونه شي ښایي د تهران ښار اوسېدونکي د اوبو د نشتون له امله دغه ښار پرېږدي.

د هغه په وینا، د تېرو کلونو وچکالۍ، د باران د کموالي او د اوبو د ناسمو مدیریتونو له امله، اوس د تهران او ګڼو نورو ښارونو د بندونو د اوبو کچه ۱۰ تر ۱۲ سلنې پورې راټیټه شوې ده.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: