پزشکیان: ایران لا هم خبرو ته چمتو دی، خو ګواښونه او محاصره خنډونه دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د ایران اسلامي جمهوریت د خبرو اترو او هوکړې هرکلی کړی او لا هم پر همدې دریځ ولاړ دی.   پزشکیان ټینګار کړی، چې د ژمنو ماتول، اقتصادي او سمندري محاصرې او دوامدار ګواښونه د رښتینو او اغېزمنو مذاکراتو پر وړاندې اصلي خنډونه جوړوي.   د هغه په وینا، […]

بشپړه لیکنه

ایران: د مذاکراتو د بیا پیل شرط د سمندري محاصرې ختمېدل دي

ایران اعلان کړی چې له امریکا سره د مذاکراتو د بیا پیل لپاره یې اساسي شرط د سمندري محاصرې پای ته رسول دي.   د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو دا دریځ د پاکستان له لارې وړاندې کړی او ټینګار یې کړی چې د محاصرې دوام د خبرو بهیر له خنډ سره مخ کوي.   […]

بشپړه لیکنه

نړيوالي رسنۍ: ايران د هرمز تنګي ته نږدې درې کانټينري بيړۍ په نښه کړي

د رويټرز خبري اژانس د سمندري امنيتي سرچينو او د برېتانيا د سمندري سوداګرۍ عملياتو مرکز له قوله راپور ورکړی چې د چهارشنبې په ورځ په هرمز تنګي کې لږ تر لږه درې کانټينري کښتۍ په نښه شوې دي. د راپور له مخې، له دې ډلې يوه کښتۍ چې د ليبيريا بېرغ يې لاره، د […]

بشپړه لیکنه

امريکا غواړي په قطر کې ددوی په تمه ناست افغان پناه غوښتونکي کانګو ته ولېږدوي

باخبره سرچينو د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې د امريکا ولسمشر پلان لري شاوخوا ۱۱۰۰ افغان پناه‌ غوښتونکي، چې پکې نږدې ۴۰۰ ماشومان هم شامل دي، له قطره د کانګو ډيموکراتيک جمهوريت ته ولېږدوي.   د راپور له مخې، په دغو کسانو کې د امريکايي پوځ ژباړونکي، پخواني کمانډو ځواکونه او د افغان-امريکايي سرتېرو […]

بشپړه لیکنه

د امریکا په کانګرس کې د ایران پر ضد جګړې په اعتراض کې لسګونه کسان نیول شوي

د امریکا رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې په اعتراض کې د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه ۶۲ کسان، چې پکې معلولیت لرونکي کسان او د سرتېرو د کورنۍ غړي هم شامل وو، نیول شوي دي.   د راپور له مخې، لاریون کوونکو چې د څو پخوانیو مدني […]

بشپړه لیکنه

لبنان کې د اسرائيلو له لورې د عیسی ع په نوم مجسمې ویجاړولو انځورونو پراخ غبرګونونه پارولي

د رسنیو د راپورونو له مخې، په سوېلي لبنان کې د اسرائیلي پوځ د یوه سرتېري له خوا د عیسی مسیح (ع) په نوم د مجسمې د ویجاړولو انځورونه په ټولنیزو شبکو او د عیسوي ټولنو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.   د راپورونو له مخې، دغه انځور چې د یکشنبې په ورځ خپور شو، […]

بشپړه لیکنه

د سروې له مخې په امریکا کې د ټرمپ د کړنو ملاتړ ۳۷ سلنې ته راټیټ شوی

په امریکا کې یوې نوې نظرپوښتنې ښودلې چې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د کړنو د ملاتړ کچه ۳۷ سلنې ته راټیټه شوې او ډېری امریکایان د هغه له فعالیتونو ناخوښ دي.   د راپور له مخې، شاوخوا ۶۳ سلنه لویان د ولسمشر له کړنو نارضایتي ښيي او نیمایي ګډونوالو شدیده نارضایتي څرګنده کړې، چې دا […]

بشپړه لیکنه

شمالي کوريا نوی اټومي سرګلوله ويشتونکی بالسټيک توغندی ازمویلی دی

شمالي کوریا د خپل ختیځ سمندر پر لور څو بالسټیک توغندي توغولي، چې دا د روان کال اوومه او یوازې د اپرېل میاشت کې څلورمه ازموینه بلل کېږي.   دغو ازموینو د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه نوې اندېښنې راپورته کړې دي.   د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو ویلي، چې توغندي د یکشنبې […]

بشپړه لیکنه

امريکا د روسيې پر نفتي توکو د معافیت موده يوه مياشت نوره هم وغځوله

د سی‌ بي‌ اس خبري شبکې د راپور له مخې، د امریکا د خزانې وزارت د ایران د جګړې له پیل راهیسې د دوهم ځل لپاره د روسیې د هغو نفتو د پېر اجازه ورکړې چې دا مهال په سمندر کې بار دي.   راپور زیاتوي، دا پرېکړه داسې مهال شوې چې د دونالد ټرمپ […]

بشپړه لیکنه

جمعیت علمای اسلام ګوند د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان په رسميت نه پېژني

د پاکستان په سند ایالت کې د جمعیت علمای اسلام ګوند عمومي منشي راشد محمود سومرو وايي، د دغه ګوند له نظره د پاکستان اوسنی حکومت او پارلمان مشروعیت نه لري او دوی یې په رسمیت نه‌ پېژني. نوموړي د چهارشنبې په ورځ په سند کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې جمعیت علمای اسلام […]

بشپړه لیکنه