شمالي کوریا د خپل ختیځ سمندر پر لور څو بالسټیک توغندي توغولي، چې دا د روان کال اوومه او یوازې د اپرېل میاشت کې څلورمه ازموینه بلل کېږي.
دغو ازموینو د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه نوې اندېښنې راپورته کړې دي.
د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو ویلي، چې توغندي د یکشنبې په سهار د شمالي کوریا د ختیځ ساحلي ښار سینپو ته نږدې توغول شوي دي.
د راپورونو له مخې، دا اقدام د پیونګ یانګ د هغو هڅو برخه ده چې غواړي خپل پوځي او اټومي وړتیاوې لا پیاوړې کړي.
د جنوبي کوریا حکومت د دې پېښې په غبرګون کې بېړنۍ امنیتي غونډه هم ترسره کړې ده.
بلخوا، جاپان ویلي چې توغندي د کوریا ټاپووزمې ختیځ ته لوېدلي او د دې هېواد اقتصادي ځانګړې سیمې ته نه دي داخل شوي.
کارپوهان باور لري، چې شمالي کوریا د نړیوال وضعیت له بدلونونو په ګټې اخیستنې هڅه کوي خپل پوځي پروګرامونه نور هم پراخ کړي.
همداراز، د د اټومي انرژۍ نړیواله اداره مشر رافایل ګروسي ویلي، چې دغه هېواد د اټومي وسلو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
تر دې وړاندې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ټینګار کړی و، چې د دوی اټومي ځواک د هېواد د امنیت لپاره مهم او نه بدلېدونکی دی.
