ایران اعلان کړی چې له امریکا سره د مذاکراتو د بیا پیل لپاره یې اساسي شرط د سمندري محاصرې پای ته رسول دي.
د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو دا دریځ د پاکستان له لارې وړاندې کړی او ټینګار یې کړی چې د محاصرې دوام د خبرو بهیر له خنډ سره مخ کوي.
راپورونه ښيي چې پاکستان لا هم د ایران وروستي دریځ ته په تمه دی، خو اسلام اباد خبرداری ورکړی چې د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی وخت په ختمېدو دی او که ژر پرېکړه ونه شي، ښايي بهیر له ځنډ سره مخ شي.
بلخوا، د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې پر مسودې کار روان دی، خو د سمندري محاصرې موضوع لا هم د دواړو لورو ترمنځ د اختلاف مهم ټکی بلل کېږي.
Total Views:
0
