د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د ایران اسلامي جمهوریت د خبرو اترو او هوکړې هرکلی کړی او لا هم پر همدې دریځ ولاړ دی.
پزشکیان ټینګار کړی، چې د ژمنو ماتول، اقتصادي او سمندري محاصرې او دوامدار ګواښونه د رښتینو او اغېزمنو مذاکراتو پر وړاندې اصلي خنډونه جوړوي.
د هغه په وینا، که رښتینې خبرې کېږي، باید له فشار او دوه ګوني چلند پرته وي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه د ځینو اړخونو بې پایه منافقانه څرګندونې او د ادعاوو او عملي کړنو ترمنځ څرګند تضاد په ښکاره ویني.
پزشکیان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي مذاکراتو په اړه بحثونه لا هم روان دي.
Total Views:
0
