په پکتیکا ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په موخه د یوې لویې سړې خونې د جوړېدو پروژه روانه ده، چې د بشپړېدو وروسته به د سلګونو ټنو تازه مېوو او نورو حاصلاتو د زېرمه کولو وړتیا ولري.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، دغه پروژه د شپږ جریبه ځمکې پر ساحه د نږدې ۹۳.۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي او تر اوسه یې د جوړولو چارې یوه برخه بشپړې شوې دي.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه سړه خونه د روان کال تر پایه چمتو او د بزګرانو د استفادې لپاره پرانیستل شي، چې د محصولاتو د ساتنې ترڅنګ به د کروندګرو ستونزې هم راکمې کړي.
Total Views:
0
