د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د فراه ولایت د شیبکوه ولسوالۍ په حوزک سیمه کې یو کور ته د غلو د ننوتلو هڅه د امنیتي ځواکونو له لوري شنډه شوه.
د نښتې پر مهال یو غل وژل شوی، یو ټپي شوی، یو نیول شوی او بل کس تښتېدلی، چې د نیولو هڅې یې روانې دي.
وزارت وايي، له دغو کسانو څخه څلور تومانچې، یو لوکسل موټر، ۴۵ میلیونه او ۵۰۰ زره ایراني تومن، او ۵ زره افغانۍ هم ترلاسه شوې دي.
Total Views:
1
