پنجشیر ولایت

د پنجشېر والي محمد اغا حکيم په يو بيان کې وايي

خبرونه ګټور خبرونه

د پنجشېر والي محمد اغا حکيم په يو بيان کې وايي، دا مهال د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې شاوخوا ۲۰۰ پراختيايي او رغنيزې پروژې عملي کېږي، چې موخه يې د خلکو د ژوندانه ښه‌ والي، د اقتصاد پياوړتيا او د بنسټيزو خدمتونو برابرول دي.
نوموړي ويلي، چې دغه پروژې د ويالو جوړول، د سړکونو رغونه، کرنيزې برنامې، او د اوبو مديريت په ګډون بېلابېلې برخې رانغاړي.
د والي په وينا، دا پروژې نه يوازې د سيمې د زيربناوو د پياوړتيا لامل شوې، بلکې له امله يې شاوخوا ۸ زره کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده.
ښاغلي حکيم زياتوي، چې د يادو پروژو له تطبيق سره به د سيمې د خلکو اقتصادي حالت ښه شي او د اساسي ستونزو حل ته به لاره هواره شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: