ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ځواک سپاهپاسداران د هرمز تنګي له لارې د هر ډول بېړیو تېرېدل تر بلې خبرتیا پورې بند کړي دي.د راپورونو له مخې، سپاه پاسداران ټولو سوداګریزو او پوځي بېړیو ته خبرداری ورکړی، چې د یاد تنګي په شاوخوا کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي، د اسراییلو او امریکا د احتمالي بریدونو او د ایران د ځوابي اقداماتو له امله، دا مهال له دغه ستراتیژیک تنګي څخه تېرېدل جدي خطر لري.سرچینې وایي، دا پرېکړه د سیمه ییز امنیت د ساتنې، د احتمالي پوځي نښتو د مخنیوي او د ملکي بېړیو د خوندي ساتلو په موخه شوې ده.د یادونې وړ ده، چې د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه ګڼل کېږي، چې د نړیوالو نفتو او سوداګریزو توکو نږدې ۳۰ سلنه لېږد ترې ترسره کېږي، او د دې لارې تړل کېدل کولی شي پر نړیوالو بازارونو، د نفتو پر بیو او د سیمې پر امنیت ژور اغېز وکړي.تر اوسه امریکا، اسراییل او د سیمې نورو هېوادونو د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ایران د هرمز تنګی د هر ډول بېړیو د تګ راتګ په وړاندي و تاړه
Total Views:
0