د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلې چې پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو ځواب به په بشپړ پوځي ډول ورکړل شي.مجاهد له العربیه انګلیسي سره په ځانګړې مرکه کې پاکستان تورن کړی، چې د ملکیانو کورونه یې په نښه کړي او په خپله خاوره کې یې د داعش وسله والو ته خوندي ځالې برابرې کړې دي.نوموړي ویلي، طبیعي ده چې ځواب به پوځي وي، خو جزیات یې پټ دي، خو پاکستان باید د خپل شرمونکي عمل ځواب ترلاسه کړي.د مجاهد په وینا، په ننګرهار کې پر یوې کورنۍ برید شوی، چې ۱۷ غړي یې وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي. همداراز، په پکتیکا کې یو ښوونځی په نښه شوی، چې ودانۍ یې سختې ویجاړې شوې دي.هغه زیاته کړه، چې پاکستان د داعش د ځپلو پر ځای، دغه ډله په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ساتي او د افغانستان پر ضد یې کاروي. د هغه په وینا، داعش په افغانستان کې هېڅ فزیکي حضور نه لري.مجاهد یو ځل بیا رد کړه، چې ګواکې تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي په افغانستان کې مرکزونه لري. نوموړي وویل، دا د پاکستان داخلي ستونزه ده او دغه ډله د پاکستان په دننه کې پراخې سیمې تر کنټرول لاندې لري.نوموړي همداراز ادعا وکړه، چې د پاکستان په پوځ کې یوه ځانګړې کړۍ د سیمې د ناامنه کولو ماموریت لري، چې د لویو قدرتونو له خوا ورته سپارل شوی دی.

مجاهد: د پاکستان د هوايي بریدونو ځواب به په بشپړ ډول پوځي وي
Total Views:
0