کریملین ویلي چې د ایران جګړه د جغرافیايي پراخېدو او اقتصادي اغېزو له پلوه ورځ تر بلې پراخېږي، او د امریکا او اسراییل د بریدونو له امله اوس ټول منځنی ختیځ د تاوتریخوالي په لمبو کې ښکېل شوی دی.د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي، په سیمه کې د کړکېچ او تاوتریخوالي کچه ورځ تر بلې لوړېږي او وضعیت لا پسې خطرناک کېږي.هغه ټینګار کړی چې د جګړې جغرافیه نوره هم پراخه شوې او د دې شخړې منفي اغېزې اوس په نړیوال اقتصاد کې هم په ښکاره ډول احساسېږي.پیسکوف زیاته کړې چې د منځني ختیځ اوسنی وضعیت نه یوازې د سیمې لپاره، بلکې د نړیوالو بازارونو، انرژۍ او سوداګرۍ لپاره هم جدي او منفي پایلې لري.
Total Views:
0
