بنو

په بنو کې وسلوالو پاکستاني برید کوونکې ډرون ویشتلې ده

خبرونه

د مستعمرې پښتونخوا د بنو د مومندخیل په سیمه کې د پاکستاني پوځ یوه بم‌ غورځوونکې ډرون نسکوره شوې ده.

د تحریک رسنیز ګروپ ویلي، دغه ډرون نن هغه مهال د پوځ له لوري الوزول شوې وه چې د پاکستاني ځواکونو د محاصرې د ماتولو هڅه یې کوله، خو د تحریک وسلوالو په نښه کړې او نسکوره کړې ده.

راپورونه وايي، پاکستاني پوځ او ملیشې نن سهار د مومندخیل په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو هڅه وکړه، خو د تحریک وسلوالو له سخت مقاومت سره مخ شول.

د جګړې له شدت وروسته، پوځیان د ملکي خلکو کورونو ته ننوتي او هلته یې مورچې نیولي دي.

ځايي سرچینې وایي، د جګړې غږونه لا هم اورېدل کېږي او د سیمې اوسېدونکي د وضعیت له خرابېدو اندېښمن دي.

سرچینې همدارنګه زیاتوي، چې د پښتونخوا د ګڼو سیمو څخه د تحریک وسلوال د بنو مومندخیل پر لور روان دي، او اټکل کېږي چې جګړه نوره هم پراخه شي.

Total Views: 0
له نورو سره یې شریک کړئ: