د اسیا پراختیایي بانک له لوري پاکستان ته د دوو میلیاردو ډالرو نوي پور منظورېدو سره د دې هېواد ټول پورونه نږدې ۱۳۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلي دي.
د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف، دغه پور د خپلې حکومتۍ یوه لاسته راوړنه بللې او په خوشحالۍ یې اعلان کړی دی.
د رسمي معلوماتو له مخې، پاکستان د ۲۰۲۵ کال د جون تر لومړۍ نېټې ۱۳۴ اعشاریه ۹۷ میلیارده ډالر پوروړی و؛ خو د تازه منظور شوي پور په اضافه کولو سره دا کچه ۱۳۶ اعشاریه ۹۷ میلیارده ډالرو ته لوړېږي.
پاکستان دغه پورونه د چین، سعودي عربستان، نړیوال بانک، نړیوال وجهي صندوق IMF اسیا پراختیایي بانک او یو شمېر نورو نړیوالو او سوداګریزو بانکونو څخه ترلاسه کړي دي.
سره له دې چې دغو هېوادونو او بانکونو پاکستان ته د بېرته ورکړې د مودې پر مهال څو ځله مهلت ورکړی، حکومت یې لا هم د پورونو د ادایۍ توان نه دی موندلی او پرله پسې نوي پورونه غواړي.
اقتصادي شنونکي وايي چې د پاکستان د پورونو دوامداره زیاتوالی د دې هېواد اقتصاد له سخت فشار سره مخ کړی او د اوږدمهاله حل لپاره د پور پر ځای د تولیدي سکتور پیاوړتیا اړینه ده.
Shaour News
